وزیرستان کې نجونې مچو کوونکی کس ونیول شو

0
23
پاکستان کې نجونې مچو کوونکی کس ونیول شو
پاکستان کې نجونې مچو کوونکی کس ونیول شو

د وزیرستان پولیس وايي، هغه کس یې ونیو چې سوېلي وزیرستان کې یې دوه نجونې ښکل یا مچو کړې وې.

خواله رسنیو کې د دې نجونو- چې سره تړلې وې – د ویډیو خپرېدو پسې د مۍ پر ۱۷ دواړه د خپل تره زوی له خوا ووژل شوې.

پولیس وايي، ۲۸ کلن عمر ایاز د دې ویډیو له امله نیول شوی دی.

پولیس وايي، په هغه کس پسې دي چې دا ویډیو یې خپل موبایل ټلیفون باندې بیا خپره کړې وه.

وژل شوې نجونې ۱۸ او ۱۶ کلنې وې او د ویډیو خپرېدو پسې د شام سیمې پلین ګړیوم کې د خپل د تره زوی له لوري په ډزو ووژل شوې.

هغه مهال د سوېلي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي بي بي سي ته وویل، دا پېښه په شکتو سیمه کې شوې او د رزمک د سیمې پولیسو یې په اړه خپلې اړینې پوښتنې ګروېږنې کړې دي.

له دې مخکې ځايي پولیسو دوه تورن؛ د یوې وژل شوې نجلۍ ورور امین خان او د بلې پلار رسول خان نیولی و.

خو د ښځو د حقونو ملاتړې ډله وېره لري چې ښايي دې پېښه کې ښکېلو کسانو باندې عدالت سم پلی نه شي.

دې ویډیوکې څه دي؟

ویډیو یو کال پخوا شوې خو څو اونۍ مخکې خپره شوه او پکې یو کس ښکاري چې نجونې ښکلوي او پخپله یې ویډیو کوي.

دې ویډیو کې بله نجلۍ هم ښکاري، چې اوس ورکه ده او پولیس وايي، د هغې د موندلو هڅه کوي، ځکه ژوند یې په خطر کې دی.

هغه مهال د انساني حقونو فعالې ګلالۍ اسماعیل په وینا، د پت په نوم وژل شوې نجونې ډېرې وړې دي.

هغې وویل، پېښه د یوې وېډیو پر بنسټ شوې چې پکې د دوی پر مخ وېره له ورایه ښکاري:

”دوی وېرېدلي دي او په وېډیو کې یوه نجلۍ هڅه کوي ځان له کامرې وژغوري، په قصدي ډول دا نجونې ځورول شوې دي.”

د انساني حقونو څارونکي وايي، پاکستان کې له مېرمنو سره تاوتریخوالی لا هم لویه ستونزه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here